Avsnitt

  • موږ په نمونه یي ډول د کابل په ګډون د افغانستان شپږو ښارو له پاره داسې طرحې جوړې کړې وې چې د شلمې او نولسمې پېړیو مثبتو تجربو پام کې نیولو سره، هغوی د ۲۱ پېړۍ ژوندانه ته چمتو کړي. دغه طرحې چې لا هم هماغسې د پلي کېدا وړ دي، په نړیواله پانګه تموېل او پخپله د افغان کارپوهانو او ولس په ګډون پلې کېدې.

    قرار بود با تطبیق این برنامه ها مزارشریف بعنوان خواستگاه مولانا، هرات به حیث شهر عبدالله انصاری و اثر شکوهمند تمدن تیموری، قندهار در مقام نخستین پایتخت افغانستان معاصر، خوست بعنوان پیوند دهنده عملی مردمان دو سوی خط دیورند، جلال آباد به حیث دومین پایتخت زمستانی زمامداران افغان بعد از باختن پشاور، و کابل به عنوان قلب تپنده کشور، برجستگی و جاذبه تاریخی خود را دوباره به دست آورند.

    په دې طرحو کې تاپي پروژې ته د «دویم هلمند سیند» په حیثیت کتل کېدل چې له تورې غونډۍ تر سپین بولدکه دا ټوله ساحه په یوه اساسي انکشافي کوریدور واړوی؛ هرات د افغانستان لومړنی ښار کېده چې د اوسپنۍ پټلۍ درې مسیرونه په کې – ترکمنستان ته، ایران ته او ازبکستان ته وصل شي او داسې نور.

    تاکید بر این بود که خود افغانها با راه اندازی سفر ها به این شهر ها همدیگر را خوب بشناسند و ازین طریق شیرازه وحدت ملی را محکمتر سازند. در عین حال جلب جهانگردان خارجی نیز در مرکز توجه بود که بر اساس تخمین های مقدماتی، حد اقل سالانه یک میلیون شهروند چین میتوانست از شهرهای مختلف ما دیدن کنند. این امر در کنار سرازیر کردن ارز خارجی به کشور، در تغییر چهره کشور در سطح منطقه و جهان میتوانست موثر باشد.

    دا کارونه اوس هم عملي کېدلی او نړۍ ته د افغانستان دروازې پرانستل کېدلی شي، خو دا هرڅه د امنیت او ثبات له ټینګښت او د کورني او نړیوال مشروعیت له تامین سره مخامخ او نه شلېدونکی تړاو لري او بې له هغو نه شي کېدای.

    ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینک څخه تر لاسه کولی شئ:

    https://mohammadashrafghani.com/ps/27th-podcast/

  • زموږ لوی ښارونه له یوه ژور بحران نه تېرېږي چې ګڼ عوامل او اوږده سابقه لري. ناسنجېدلې پراخېدا او د پایښت او مقاومت له پامه غورځول یې په دغو عواملو کې تر ټولو لوی وو چې موږ یې د سمونې او رغونې له پاره د ښاري ستراتېژیک چوکاټ په نامه یوه پخه طرحه جوړه او پلې کېدو ته وړاندې کړې وه.

    هدف این بود که شهرهای ما پاسخگوی نیاز های قرن ۲۱ باشد، نه قرن ۱۹ و نه قرن ۲۰. به این معنی که شهرهایی با جوامع مقاوم، دارای قدرت مقابله با چالش های مدرن، دارای مدیریت مسوول و با صلاحیت، و مبتنی بر میراثهای فرهنگی افغانی ایجاد شوند.

    د «ښار ګوټو» بې کنټرولې پراخېدا زموږ ملي ټولنیز اوډون کمزوری کړ او ښاري وګړي یې د پیوستون پرځای، په قومي جزیرو او سیمو وویشل. د ځمکو مافیا د ښاري طرحو او کنټرول په کمزورتیا کې، د شخصي ګټو له پاره، ښارونه په کاریکاتورونو واړول.

    اگر تداوم ما – تداوم حکومتداری از دوران داود خان دوام میکرد و سرمایه بشری افغانستان – که در این بخش قابل ملاحظه بود، دوام میکرد؛ شکل شهری ما نوع دیگر میبود. بیست سال تجاوز اتحاد شوروی و بعد از آن جنگها بین جنگ‌سالارهای ما، و به تعقیب آن وضعیت امنیتی وخیم که بعد از سال ۲۰۰۶ ایجاد شد، شرایط را دشوار ساخت.

    نن په دې پودکاست کې دافغانستان د ښارونو په عمومي ستونزو او ننګونو بحث شوی دی.

    ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ:

    https://mohammadashrafghani.com/ps/26th-podcast/

    https://mohammadashrafghani.com/dari/26th-podcast/

    https://mohammadashrafghani.com/26th-podcast/

  • Saknas det avsnitt?

    Klicka här för att uppdatera flödet manuellt.

  • بحث تاریخ تمدن شهری ما امروز با جستجو در گستره تمدن بودایی افغانستان ادامه می یابد که هم جاگزین و هم ادامه دهنده تمدن بالنده یونان و باختری شمرده می شود.

    زموږ بودایي تمدن، په تېره اصلي منابعو ته د رجعت او د استاد-شاګردي مناسباتو له پلوه ددغه تمدن نورو سیمو ته دومره مرکزي حیثیت موندلی و چې د جاپان د امپراتورانو په څېر یې ځینې اوسني لارویان لا هماغسې په درناوي یادوي.

    با گسترش دین مبین اسلام، دوران بودایي جای خود را به چنان یک تمدن پربار دیگری خالی کرد که در مراحلی، رنسانس اروپا در برابر آن رنگ می باخت.

    دا هغه دوره ده چې د ابن سینا او ابو ریحان غوندې شخصیتونه په کې مکالمې لري، فلسفې بحثونه کوي؛ علوم دومره غوړېږي چې اوس یې باورول ګران برېښي او د پوهې داسې څانګه نه موندل کېږي چې پام پرې ټول نه وي. ښاري تمدن هم ددې شتمن پړاو له اغېزو په څنګ پاتې نه شو چې ځينې بېلګې یې تر ننه د اسلامي هېوادو په جوړښتونو کې ځان څرګندوي.

    در دوران جدیدتر اما، نقش دو زمامدار کشور – امیر شیرعلی خان و شاه امان الله را در رابطه با تمدن شهری باید بطور جداگانه برجسته ساخت که یکی با اساسگذاری شهر جدید شیر پور و دیگری با ترویج و تعمیل نقشه های جدید شهرسازی، فصل های جداگانه، اما متاسفانه نا تمام را به نامهای خود رقم زدند.

    ددې بحث بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ:

    https://mohammadashrafghani.com/ps/25th-podcast/

    https://mohammadashrafghani.com/dari/25th-podcast/

    https://mohammadashrafghani.com/25th-podcast/

  • ددې اوونۍ بحث په افغانستان کې د ښاري تمدن تاریخ دی چې د سمو کیندنو له نشتوالي سره سره یې پیل په شتو اسنادو تر میلاد د مخه ۳ زرو یا ۴ زرو کلو کې اټکلولی شو.

    ایجاد شهرها در جغرافیای ما با موجودیت آب، زمین زراعتی و نیز راههای تجارتی رابطه مستقیم داشت که مهمترین آنها، در هیمنجا با هم وصل می شد. با توجه به همین حقیقت بود که من اصطلاح «چهار راه آسیا» را برای تاکید بر نقش ما در تجارت منطقه یی دوباره رایج ساختم.

    زموږ د ښاري ژوندانه د سطحې د پېژندنې له پاره به دا بس وي چې د آی خانم او هډې راپاته لرغوني پاتې شوني یاد کړو چې د طبیعي علومو، ریاضیاتو او فلسفې په تدریس شاهدي وایي.

    ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لېنکو تر لاسه کولی شئ:

    https://mohammadashrafghani.com/ps/24th-podcast/

    https://mohammadashrafghani.com/dari/24th-podcast/

    https://mohammadashrafghani.com/24th-podcast/

  • زموږ ګران هېواد، په شمال او لوېدیځ کې د ګاونډیانو په لور د ځمکنیو لارو او هند، چین او خلیج ته د هوایي کورېدورو پرانستنې، ددې جوګه کړ چې خپله بهرنۍ سوداګري د یوه بل ګاونډي له انحصاره چې د بندرونو په تړلو یې بیا بیا افغانستان ته درانده مالي زیانونه اړول، وژغوري.

    همزمان با این، با همسایه های شمالي در گفتگو بودیم که در ازای تولید گندم مایحتاج افغانستان، امکان فروش سبزیجات و میوه جات ما را در بازار های آسیای میانه و روسیه فراهم کنند.

    د سوداګرۍ له لارې د افغانستان د اقتصادي ښېرازۍ دا طرحه چې نور ډېر اړخونه یې درلودل، پر دې اصل بنا وه چې په خپل زیار هر ګټل شوی ډالر د خیرات له ۸۰ ډالرو سره سمېږي او ځکه ثبات ته زموږ لاره ډېره لنډولی شي.

    در پودکاست امروزی چگونگی سیاست های جدید بازرگانی ما و چالش هایی که برخی از سیاسیون و کارمندان کوته نگر و تعدادی از تاجران سود جو در برابر آن ایجاد کردند، به بحث گرفته شده است.

    ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لېنکو تر لاسه کولی شئ.

    http://mohammadashrafghani.com/ps/23th-podcast/

    http://mohammadashrafghani.com/dari/23th-podcast/

    http://mohammadashrafghani.com/23th-podcast/

    این برنامه ها اکنون بعلاوه رسانه های اجتماعی از طریق این پلاتفورم ها نیز قابل دریافت است:

    Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community

  • د افغانانو د اقتصادي ښېرازۍ له پاره زما په ګڼو طرحو کې یوه دا وه چې د ترانزیت او سوداګرۍ پر مټ هېواد ته پانګه راماته کړم چې دا پانګه بیا د نورې پانګې د تولید او تمرکز له لارې د هېواد ودې ته لار جوړه کړي.

    نخستین نشانه های سالم بودن این طرح در سال ۲۰۱۹ بروز کرد که میزان صادرات ما برای نخستین بار در تاریخ کشور از مرز یک میلیارد دالر گذشت. الگوی من در این زمینه، عبدالمجید زابلی بود که اساسگذار سیاستهای اقتصادی افغانستان در نیمه نخست قرن ۲۰ به شمار میرود.

    د ښاغلي زابلي طرحې هغه مهال په افغانستان کې معرفي چې ډېرئ اوسنیو پرمختللو هېوادو لکه جاپان، جنوبي کوریا، تایوان، چین او هند وروسته د هماغو په تعقیب د ودې سمه لار ومونده. که زموږ ددغه وطني ماهر طرحو دوام کړی وای، اوس به افغانستان هم په اقتصادي او تجارتي ډګر کې له یادو شویو هېوادونو سره غاړه وړای.

    مدل اقتصادی آقای زابلی که متاسفانه بعلت های سیاسی ادامه نه یافت، به تفصیل در این برنامه مورد بحث قرار گرفته و تاکید شده است که همانطوریکه امان الله خان «فصل ناتمام سیاسی» ماست، مجید زابلی «فصل ناتمام اقتصادی» ما به شمار می رود.

    ددې مرکې بشپړ متن او نور اړوند مطالب له لاندې لېنکو څخه تر لاسه کولی شئ:

    https://mohammadashrafghani.com/ps/22th-podcast/

    https://mohammadashrafghani.com/dari/22th-podcast/

    https://mohammadashrafghani.com/22th-podcast/

  • ددې له پاره چې موږ وړ بشري ظرفیتونه ومومو، د افغانستان تعلیمي نظام باید د مسلکي توب خواته ولاړ شي چې فارغ یې په آزاد بازار کې د کار موندنې وړتیا ولري. نظري پوهه که هرڅومره مهمه وي، له مسلکي او تطبیقي اړخ پرته بشري پانګه نه شي بشپړولای.

    همانگونه که ارزشها و نظریات به خودی خود به دانش تخنیکی مبدل شده نمیتواند، دانش تخنیکی نیز خود ارزش نیست و باید تلفیقی از دانش تخنیکی و ارزشهای ملی و اسلامی ایجاد کنیم تا سرمایه بشری موافق با شرایط به دست آید. برای این منظور نیاز جدی به اصلاح سیستم تدریسی در مکاتب و موسسات تحصیلات عالی است تا نیروی ذهنی متعلم و محصل در زیر بار تعدد مضامین و کثرت سالهای تعلیمی کوبیده نه شود.

    کلونه وړاندې په پوهنتون کې د یوه صفری کال د زیاتولو له وړاندیز نه زما موخه دا وه، چې زموږ بشري سرمایه له پیله په ګډو ملي او اسلامي ارزښتونو و روزل شي او د دیني او معاصرو علومو ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي. د افغانستان د بشري پانګې ځینې دا ځانګړي اړخونه، اړتیاوې او لرلیدونه، په دې پودکاست کې څېړل شوي دي.

    متن کامل این گفتگو را از لینکهای ذیل دریافت کنید:

    https://mohammadashrafghani.com/ps/21th-podcast/?epc_purge_all=1&wpo_all_pages_cache_purged=1

    https://mohammadashrafghani.com/dari/21th-podcast/?epc_purge_all=1&wpo_all_pages_cache_purged=1

    https://mohammadashrafghani.com/21th-podcast/?epc_purge_all=1&wpo_all_pages_cache_purged=1

  • نن په نړۍ کې د ماهر انسان ونډه چې مسلکي مهارت، عملي تجربه او کسبي پوهه ولري، د هغو عواملو په سر کې راځي چې هېوادونه چټکې ودې او سوکالۍ ته رسولی شي. ددغو ماهرو انسانانو مجموعې ته بشري پانګه وایي چې ډېرو هېوادو ورسره په لږو امکاناتو د پرمختګ لاره موندلې ده.

    فراهم آمدن سرمایه حقیقی بشري تنها به تعلیم مکتبی و رسمی بستگی نه دارد بلکه از طریق کار عملی حاصل شده و توسعه می یابد. تجارب برخی کشورها در این زمینه می تواند برای ما سرمشق شود تا تعلیمات و تحصیلات خود را به نحوی بازنگری کنیم که تاکید بیشتر در آن به جای کمیت بر کیفیت باشد.

    په دې پودکاست کې د بشري پانګې پر ارزښت خبرې شوي او دا استدلال شوی چې که افغانستان غواړي له وروسته پاتېوالي راووځي، باید خپل لومړیتوبونه دقیق وټاکي، نړیوالې تجربې زده کړې او په لوړو زده کړو کې یوازې په هغو رشتو او څانګو زور واچوي چې د هېواد ظرفیتونه لوړولی شي.

  • له ټولو نښو داسې برېښي چې د اسلامي تفکر پنځمه دوره چې مسلمانان په خپله علمي او مسلکي وړتیا بیا باوري کړي، په ټوکېدو ده. دا باورمندي باید موږ افغانانو ته، له هغو عقده یي عکس العملو څخه د لرې کېدو الهام شي چې د هند د نیمې وچې او وروسته بیا د پاکستان مذهبي کړۍ پرې د استعمار له مهاله اخته وې او زموږ ځوانانو ته یې د مهاجرت پر وخت ولېږدولې.

    نفی برخورد عقده مندانه در برابر دیگران در صدر اسلام، راه برای همگانی شدن این آیین الهی فراهم کرد و نشان داد که دانش و دین متمم همدیگرند. تاکید پیهم من بر داشتن کادر های مسلکی افغان و در عین حال مسلمان برای این بود که جوانان کشور ما با یک سرمایه بزرگ تمدنی که ملت های زیادی را با هم پیوند داده است، وصل باشند.

    د تمدني پانګې دویمه او وروستۍ برخه کې د اسلامي تفکر په جوړېدو کې د افغان پوهانو پر ونډه او ورسره نورو تړلو مسایلو بحث شوی دی.

  • دا څلورمه پېړۍ ده چې مسلمانان او په دې ډله کې افغانان له یوې بدې عقدې نه کړېږي چې له نورو تمدنو سره د راشه درشه او همکارۍ مخه نیسي. دا عقده له اتلسمې پېړۍ چې صنعتي انقلاب لوېدیځ په استعماري ځواک واړاوه او مسلمانانو خپل شتوالی له خطر سره مخامخ ولید، پیلېږي.

    اما بیرون آمدن ازین عقده تاریخی یک نیاز مبرم است تا مسلمانان در مجموع و افغانها به خصوص، با شناخت آنچه قبل از غرب استعماری در قرون وسطی و دوران های ماقبل اسلام داشتند، بخود ببالند و مانند نیاکان خود مراودات با دیگران را باعث فلاکت نه بلکه شراکت و رفاهیت بدانند.

    زموږ د پرمختګ له پاره ضرور ده چې خپله بشري پانګه د هغه تمدني میراث پر بنسټ راجوړه کړو چې د لرغوني خراساني او اسلامي تمدن دواړو عناصر په کې ګډ شوي دي. افغانان چې په زردشتي، یوناني او بودایي ټولو دورو کې یې پیاوړي علمي بنسټونه درلودل، د اسلام د مقدس دین تر قبلولو وروسته ددغو ظرفیتونو په کارولو د اسلامي حاکمیت، په تېره عباسي خلافت په مهمو علمي، سیاسي او نظامي ارکانو بدل شول.

    دلایل اینگونه اعتماد به نفس، قرینه های تاریخی و درس های آن در بخش اول برنامه سرمایه تمدنی ما مورد بحث قرار گرفته است.

  • ټاکل شوې وه افغانستان، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نوې ټکنالوژۍ برخه کې داسې یو ګام پورته کړي چې له صنعتي انقلابونو سره یې د ۳۰۰ کلن واټن په راکمولو کې مرسته کولی او د راتلونکي پرمختګ لاره رڼولی شوای . دا، د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراخېدو لړ کې چې د برېښنایي تذکرو په وېش پیل شوې وه، د عطف نقطه وه چې په کې د وګړو ټیلیفونونه عملاً په بانکي حسابونو اوښتل او د فزیکي پیسو استعمال حد اقل ته رسېده.

    دیجیتل سازی برای جوامعی نظیر افغانستان، آسانترین، موثرترین و کوتاه ترین راه دستیابی به رفاه و پیشرفت است. هر چند کشور ما با تغییرات پیش آمده فرصتی را که در اواسط ۲۰۲۱ در این زمینه در حال فراهم شدن بود از دست داد، اما امید باید از دست نه رود. جوانان ما باید با توجه به این هدف دراز مدت، در ایجاد سرمایه بشری مجهز با دانش نوین، از جمله استفاده از هوش مصنوعی که به سرعت همه گیر می شود، بکوشند.

    لومړی صنعتي انقلاب چې د معاصر افغانستان تر جوړېدو یوه لسیزه وروسته پیل شو، له موږ په څنګ تېر شو. ورپسې له دویم او درېیم صنعتي انقلابونو نه هم چې په ۱۹ او ۲۰ پېړیو کې راغلل، محروم پاتې شوو. اوس باید څلورم صنعتي انقلاب باندې چې همدا اوس روان دی، پانگونه وکړو، ورباندې پوه شوو او د خپل خیر او د خدای رضا لپاره یې استعمال کړو. معنی دا چې وخت ضایع نه کړو؛ لومړیتوبونه باید واضح وي چې یو هوسا، ژوندی، خپلواک او متحد افغانستان ولرو.

    در برنامه دوم مربوط به مسایل دیجیتل سازی، به تفصیل در مورد آغاز این روند، پیشرفت ها و موانع فراه راه آن در کشور ما، پرداخته شده است.

  • تکنالوژی معلوماتی «بخش اول»

    یوویشتمې پېړۍ صنعتي معجزو بشر د پرمختیا او هوسایۍ له نویو افقونو او هم مهاله، داسې ننگونو سره مخامخ کړی چې تصور یې نه شوای کېدی. د مصنوعي ځیرکتیا په راوتلو دا پېړۍ د څلورم صنعتي انقلاب د لا پراخېدو او ښایي د نورو د پیلېدو شاهده شي. د بُخار ماشین له ایجاد راهیسې په څه باندې ۳۰۰ کلو کې څلورو صنعتي انقلابو بشري ټولنه دومره واړوله چې په عادي حالاتو کې یې په زرگونو کلونو کې امکان نه درلود. اوس د ملتونو اصلي ننگونه داده چې څنگه له دغو بدلونو سره ځانونه سم کړي.

    در این پودکاست شماره شانزدهم، تمرکز اصلی بر این است که کشور و مردم ما چگونه خود را مطابق به دانش قرن ۲۱ و با توجه به تغییراتی که در عرصه تکنالوژی جدید در دهه های بعدی رخ خواهند داد، آماده سازند و طرح زندگی خود را برای آینده با توجه به مقتضیات این پیشرفت های حیرت انگیز، بریزند.

  • طبیعي زېرمې او کانونه «دویمه برخه»

    موږ د یوې هوسا ټولنې د جوړېدو ټول امکانات لرو، اما ددغو امکاناتو سم کارول، عقل او تدبیر غواړي. که لاسونه سره یو کړو او زړنه سره یو کړو، وینه ودروو او په ملي یووالي گام پورته کړو، عمومي هوسایۍ ته رسېدل آسانېږي او چټکېږي. موږ د خپلو طبیعي زېرمو له پاره یوه سمه سنجول شوې لارنقشه چمتو کړې او سره له دې چې د وسله والو ورانکاریو او د جنگسالارنو خپلسریو بشپړتابه ته پرېښنوده، خو د مشروعیت، قانونیت او امنیت په تامین سره ژر او بې ځنډه پلي کېدلی او عملي گټه ترې راوتلی شي.

    در این پودکاست شماره پانزدهم که بخش دوم منابع طبیعی و معادن است، به ان عده نیازمندیها، مهارت‌ها و اولویت‌ها پرداخته شده است که بر اساس ان می توانیم منابع طبیعی ما را نه به وسیله نفاق، بلکه به یک نعمت الهی تبدیل کنیم.

  • طبیعي زېرمې او کانونه «لومړۍ برخه»

    موجود معلومات ښیي چې موږ کافي گاز، لږ تر لږه د کورني مصرف په اندازه تېل او په لسگونو نور داسې کانونه لرو چې د ځینو ډولونو لکه لیتیم په صدور کې په نړیواله کچه پیاوړی ځای موندلی شوو. شته ارقامو ته په کتو، په ډاډ ویلی شوو چې زموږ طبیعي شتمنۍ زموږ د هیواد او ولس د راتلونکي هوسا او سوکاله ژوند اساس برابرولای شي. زموږ طبیعي شتمنۍ په داسې ډول وېشل شوي چې زموږ ملي یووالي پياوړی کوي او د نورو هیوادونو په څېر پر شتمنیو د رامنځته کېدونکو شخړو، امکان کموي.

    پودکاست شماره چهاردهم به معلومات عمومی در مورد ذخایر طبیعی و معادن افغانستان اختصاص یافته است که با استخراج و استعمال درست ان میهن عزیز می تواند به سوی رفاه و آرامی گامزن شود.

  • جنگلات «بخش دوم»

    آسانترین و ارزانترین راه سبز نگهداشتن درختهای تازه غرس شده در اقلیم های خشک، استفاده از سیلاب هاست که آب آن با مدیریت سیل بُرها، نخست ذخیره و بعد به ساحات جدید جنگلزار انتقال داده شود. این تجربه در نقاط مختلف جهان با موفقیت عملی شده است. همچنان مشارکت و همکاری مردم محل و نیز غرس درختهای قابل نمو در محیط با استفاده از ترکیب دانش تخنیکی و مردمی یکی از راه‌های دیگر احیای جنگلاست است.

    دیارلسم پودکاست چې د ځنگلونو د موضوع دویمه برخه ده، دې ته ځانگړی شوی چې د ځنگلونو د بیارغونې په برخه کې کومې نړیوالې تجربې او امکانات را خپلېدلای شي.

  • جنگلات «بخش اول»

    زموږ د هېواد یوه ارزښتناکه شتمني ځنگلونه دي چې هم مو فزیکي ښکلا او هم د وگړو او ژویو روغتیا ورسره مخامخ تړلې ده. له بده مرغه دا شتمني په لسیزو کې پرله پسې گواښل شوې او ویجاړه شوې چې څلورمه برخه یې یوازې د شلمې پېړۍ په وروستیو دوه ویشتو کلو کې له منځه ولاړه. د یوې نسبتاً دقیقې څېړنې له مخې، اوس په هېواد کې لږ څه د پاسه شپږ نیم زره مربع کیلومتره ځنگلي ساحه پاتې ده چې هغه هم د قاچاق او طبیعي آفتونو له گواښ سره مخامخ ده.

    در این پودکاست دوازدهم روی وضعیت عمومی، انواع درختها و ارقام جنگلات افغانستان صحبت شده است.

  • اوبه «دویمه برخه»

    بر اساس کلیه نشانه های موجود، منابع آب در سطح منطقه و جهان با یک بحران نگران کننده دچار بوده و اگر پیش بینی های موجود محقق شوند، ده سال آینده دشوارترین از نگاه دسترسی به آب خواهد بود که بدون همکاری های صادقانه منطقوی و جهانی می تواند به عوامل جدی بی ثباتی مبدل شود.

    په دې یوولسم پودکاست کې چې د اوبو د موضوع دوام دی، پر دې غږېدلي یوو چې افغانستان څنگه خپلې د اوبو سرچینې، د نورو طبیعي شتمنیو په څېر سیمه کې په یوه فرصت بدلولی او د خپل ثبات او سوکالۍ لپاره ترې کار اخیستلی شي.

  • اوبه «لومړۍ برخه»

    افغانستان تر ډېرو نورو هېوادو د پرېمانه خوږو اوبو او بهاندو سیندونو کور دی او دا الهي نعمت په ډېر شکران ارزي. خو له بده مرغه، موږ په ناپوهېدلي ډول ددغه نعمت د کفران تر پولې رسېدلي یو چې خپله دغه ارزښتناکه شتمني مو، یا د خپلو اوبو په قانوني استفاده کې د بېوسۍ، یا د ناسم استعمال او یا د اقلیمي بدلونو له امله د ضایع کېدو له خطر سره مخامخ کړې ده.

    در این پودکاست شماره دهم ، به بخشی از مسایل مربوط به منابع آبی ما – هم روی زمین یعنی دریاها و تالاب ها و غیره و هم زیر زمین پرداخته شده که چگونه می توان این سرمایه ملی را هم برای امروز حفظ و استفاده کرد و هم برای نسل های آینده به امانت گذاشت.

  • موقعیت «بخش اول»

    زموږ گران هېواد د خلقت لاس په ډېرو نعمتونو او ارزښتونو نازولی چې تر ټولو مهم یې جغرافیایي موقعیت دی، چې ریښتیا لیدونکو سترگو په حقه «په خټینه آسیا کې غوښین زړه» بللی دی. اوس چې له اقتصادي اړخه آسیا بیا راخوځېدلې، زما باور دادی چې موږ باید د وخت له ضیاع پرته، بېرته ددې لویې وچې د بېلابېلو برخو نښلوونکی رول را خپل کړو او د گډو گټو په تعریف له تقابل نه تعامل ته ووځو.

    این پودکاست شماره هشت به ارزیابی و کاوش در مورد اهمیت واقعی موقعیت جغرافیایی افغانستان عزیز اختصاص یافته است. تمرکز این برنامه بر اینست که افغانها در آسیای تپنده و بالنده امروزی چگونه آن موقف تاریخی خود را دوباره بدست آورده می توانند.

  • موقعیت «بخش دوم»

    آسیا به شتاب در حال مبدل شدن به مرکز ثروت و سرمایه جهان است و کشورها در صدد اند تا در این معادلات جدید اقتصادی جایگاه مناسب خویش را به دست بیاورد. افغانستان برای راه اندازی چنین تعاملی با براعظم آسیا و بقیه جهان، نیازمند موجودیت یک نظام مشروع، قانونمند و متکی بر اراده قاطبه مردم کشور می باشد. تاخیر مزید در ایجاد مشروعیت لازمی ملی و بین المللی، انزوای ما را عمیقتر و فاصله ما با جهان را طولانی تر می سازد.

    نهم پودکاست د افغانستان د موقعیت د موضوع پر دوام، دې ته ځانگړی شوی چې له خوځندې او راویښېدونکې آسیا سره څنگه همگام شو او د فرصت د بیا بایلنې په صورت کې په کوم سرنوشت اخته کېدلای شوو.