Avsnitt

  • نن په نړۍ کې د ماهر انسان ونډه چې مسلکي مهارت، عملي تجربه او کسبي پوهه ولري، د هغو عواملو په سر کې راځي چې هېوادونه چټکې ودې او سوکالۍ ته رسولی شي. ددغو ماهرو انسانانو مجموعې ته بشري پانګه وایي چې ډېرو هېوادو ورسره په لږو امکاناتو د پرمختګ لاره موندلې ده.

    فراهم آمدن سرمایه حقیقی بشري تنها به تعلیم مکتبی و رسمی بستگی نه دارد بلکه از طریق کار عملی حاصل شده و توسعه می یابد. تجارب برخی کشورها در این زمینه می تواند برای ما سرمشق شود تا تعلیمات و تحصیلات خود را به نحوی بازنگری کنیم که تاکید بیشتر در آن به جای کمیت بر کیفیت باشد.

    په دې پودکاست کې د بشري پانګې پر ارزښت خبرې شوي او دا استدلال شوی چې که افغانستان غواړي له وروسته پاتېوالي راووځي، باید خپل لومړیتوبونه دقیق وټاکي، نړیوالې تجربې زده کړې او په لوړو زده کړو کې یوازې په هغو رشتو او څانګو زور واچوي چې د هېواد ظرفیتونه لوړولی شي.

  • له ټولو نښو داسې برېښي چې د اسلامي تفکر پنځمه دوره چې مسلمانان په خپله علمي او مسلکي وړتیا بیا باوري کړي، په ټوکېدو ده. دا باورمندي باید موږ افغانانو ته، له هغو عقده یي عکس العملو څخه د لرې کېدو الهام شي چې د هند د نیمې وچې او وروسته بیا د پاکستان مذهبي کړۍ پرې د استعمار له مهاله اخته وې او زموږ ځوانانو ته یې د مهاجرت پر وخت ولېږدولې.

    نفی برخورد عقده مندانه در برابر دیگران در صدر اسلام، راه برای همگانی شدن این آیین الهی فراهم کرد و نشان داد که دانش و دین متمم همدیگرند. تاکید پیهم من بر داشتن کادر های مسلکی افغان و در عین حال مسلمان برای این بود که جوانان کشور ما با یک سرمایه بزرگ تمدنی که ملت های زیادی را با هم پیوند داده است، وصل باشند.

    د تمدني پانګې دویمه او وروستۍ برخه کې د اسلامي تفکر په جوړېدو کې د افغان پوهانو پر ونډه او ورسره نورو تړلو مسایلو بحث شوی دی.

  • Saknas det avsnitt?

    Klicka här för att uppdatera flödet manuellt.

  • دا څلورمه پېړۍ ده چې مسلمانان او په دې ډله کې افغانان له یوې بدې عقدې نه کړېږي چې له نورو تمدنو سره د راشه درشه او همکارۍ مخه نیسي. دا عقده له اتلسمې پېړۍ چې صنعتي انقلاب لوېدیځ په استعماري ځواک واړاوه او مسلمانانو خپل شتوالی له خطر سره مخامخ ولید، پیلېږي.

    اما بیرون آمدن ازین عقده تاریخی یک نیاز مبرم است تا مسلمانان در مجموع و افغانها به خصوص، با شناخت آنچه قبل از غرب استعماری در قرون وسطی و دوران های ماقبل اسلام داشتند، بخود ببالند و مانند نیاکان خود مراودات با دیگران را باعث فلاکت نه بلکه شراکت و رفاهیت بدانند.

    زموږ د پرمختګ له پاره ضرور ده چې خپله بشري پانګه د هغه تمدني میراث پر بنسټ راجوړه کړو چې د لرغوني خراساني او اسلامي تمدن دواړو عناصر په کې ګډ شوي دي. افغانان چې په زردشتي، یوناني او بودایي ټولو دورو کې یې پیاوړي علمي بنسټونه درلودل، د اسلام د مقدس دین تر قبلولو وروسته ددغو ظرفیتونو په کارولو د اسلامي حاکمیت، په تېره عباسي خلافت په مهمو علمي، سیاسي او نظامي ارکانو بدل شول.

    دلایل اینگونه اعتماد به نفس، قرینه های تاریخی و درس های آن در بخش اول برنامه سرمایه تمدنی ما مورد بحث قرار گرفته است.

  • ټاکل شوې وه افغانستان، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نوې ټکنالوژۍ برخه کې داسې یو ګام پورته کړي چې له صنعتي انقلابونو سره یې د ۳۰۰ کلن واټن په راکمولو کې مرسته کولی او د راتلونکي پرمختګ لاره رڼولی شوای . دا، د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراخېدو لړ کې چې د برېښنایي تذکرو په وېش پیل شوې وه، د عطف نقطه وه چې په کې د وګړو ټیلیفونونه عملاً په بانکي حسابونو اوښتل او د فزیکي پیسو استعمال حد اقل ته رسېده.

    دیجیتل سازی برای جوامعی نظیر افغانستان، آسانترین، موثرترین و کوتاه ترین راه دستیابی به رفاه و پیشرفت است. هر چند کشور ما با تغییرات پیش آمده فرصتی را که در اواسط ۲۰۲۱ در این زمینه در حال فراهم شدن بود از دست داد، اما امید باید از دست نه رود. جوانان ما باید با توجه به این هدف دراز مدت، در ایجاد سرمایه بشری مجهز با دانش نوین، از جمله استفاده از هوش مصنوعی که به سرعت همه گیر می شود، بکوشند.

    لومړی صنعتي انقلاب چې د معاصر افغانستان تر جوړېدو یوه لسیزه وروسته پیل شو، له موږ په څنګ تېر شو. ورپسې له دویم او درېیم صنعتي انقلابونو نه هم چې په ۱۹ او ۲۰ پېړیو کې راغلل، محروم پاتې شوو. اوس باید څلورم صنعتي انقلاب باندې چې همدا اوس روان دی، پانگونه وکړو، ورباندې پوه شوو او د خپل خیر او د خدای رضا لپاره یې استعمال کړو. معنی دا چې وخت ضایع نه کړو؛ لومړیتوبونه باید واضح وي چې یو هوسا، ژوندی، خپلواک او متحد افغانستان ولرو.

    در برنامه دوم مربوط به مسایل دیجیتل سازی، به تفصیل در مورد آغاز این روند، پیشرفت ها و موانع فراه راه آن در کشور ما، پرداخته شده است.

  • تکنالوژی معلوماتی «بخش اول»

    یوویشتمې پېړۍ صنعتي معجزو بشر د پرمختیا او هوسایۍ له نویو افقونو او هم مهاله، داسې ننگونو سره مخامخ کړی چې تصور یې نه شوای کېدی. د مصنوعي ځیرکتیا په راوتلو دا پېړۍ د څلورم صنعتي انقلاب د لا پراخېدو او ښایي د نورو د پیلېدو شاهده شي. د بُخار ماشین له ایجاد راهیسې په څه باندې ۳۰۰ کلو کې څلورو صنعتي انقلابو بشري ټولنه دومره واړوله چې په عادي حالاتو کې یې په زرگونو کلونو کې امکان نه درلود. اوس د ملتونو اصلي ننگونه داده چې څنگه له دغو بدلونو سره ځانونه سم کړي.

    در این پودکاست شماره شانزدهم، تمرکز اصلی بر این است که کشور و مردم ما چگونه خود را مطابق به دانش قرن ۲۱ و با توجه به تغییراتی که در عرصه تکنالوژی جدید در دهه های بعدی رخ خواهند داد، آماده سازند و طرح زندگی خود را برای آینده با توجه به مقتضیات این پیشرفت های حیرت انگیز، بریزند.

  • طبیعي زېرمې او کانونه «دویمه برخه»

    موږ د یوې هوسا ټولنې د جوړېدو ټول امکانات لرو، اما ددغو امکاناتو سم کارول، عقل او تدبیر غواړي. که لاسونه سره یو کړو او زړنه سره یو کړو، وینه ودروو او په ملي یووالي گام پورته کړو، عمومي هوسایۍ ته رسېدل آسانېږي او چټکېږي. موږ د خپلو طبیعي زېرمو له پاره یوه سمه سنجول شوې لارنقشه چمتو کړې او سره له دې چې د وسله والو ورانکاریو او د جنگسالارنو خپلسریو بشپړتابه ته پرېښنوده، خو د مشروعیت، قانونیت او امنیت په تامین سره ژر او بې ځنډه پلي کېدلی او عملي گټه ترې راوتلی شي.

    در این پودکاست شماره پانزدهم که بخش دوم منابع طبیعی و معادن است، به ان عده نیازمندیها، مهارت‌ها و اولویت‌ها پرداخته شده است که بر اساس ان می توانیم منابع طبیعی ما را نه به وسیله نفاق، بلکه به یک نعمت الهی تبدیل کنیم.

  • طبیعي زېرمې او کانونه «لومړۍ برخه»

    موجود معلومات ښیي چې موږ کافي گاز، لږ تر لږه د کورني مصرف په اندازه تېل او په لسگونو نور داسې کانونه لرو چې د ځینو ډولونو لکه لیتیم په صدور کې په نړیواله کچه پیاوړی ځای موندلی شوو. شته ارقامو ته په کتو، په ډاډ ویلی شوو چې زموږ طبیعي شتمنۍ زموږ د هیواد او ولس د راتلونکي هوسا او سوکاله ژوند اساس برابرولای شي. زموږ طبیعي شتمنۍ په داسې ډول وېشل شوي چې زموږ ملي یووالي پياوړی کوي او د نورو هیوادونو په څېر پر شتمنیو د رامنځته کېدونکو شخړو، امکان کموي.

    پودکاست شماره چهاردهم به معلومات عمومی در مورد ذخایر طبیعی و معادن افغانستان اختصاص یافته است که با استخراج و استعمال درست ان میهن عزیز می تواند به سوی رفاه و آرامی گامزن شود.

  • جنگلات «بخش دوم»

    آسانترین و ارزانترین راه سبز نگهداشتن درختهای تازه غرس شده در اقلیم های خشک، استفاده از سیلاب هاست که آب آن با مدیریت سیل بُرها، نخست ذخیره و بعد به ساحات جدید جنگلزار انتقال داده شود. این تجربه در نقاط مختلف جهان با موفقیت عملی شده است. همچنان مشارکت و همکاری مردم محل و نیز غرس درختهای قابل نمو در محیط با استفاده از ترکیب دانش تخنیکی و مردمی یکی از راه‌های دیگر احیای جنگلاست است.

    دیارلسم پودکاست چې د ځنگلونو د موضوع دویمه برخه ده، دې ته ځانگړی شوی چې د ځنگلونو د بیارغونې په برخه کې کومې نړیوالې تجربې او امکانات را خپلېدلای شي.

  • جنگلات «بخش اول»

    زموږ د هېواد یوه ارزښتناکه شتمني ځنگلونه دي چې هم مو فزیکي ښکلا او هم د وگړو او ژویو روغتیا ورسره مخامخ تړلې ده. له بده مرغه دا شتمني په لسیزو کې پرله پسې گواښل شوې او ویجاړه شوې چې څلورمه برخه یې یوازې د شلمې پېړۍ په وروستیو دوه ویشتو کلو کې له منځه ولاړه. د یوې نسبتاً دقیقې څېړنې له مخې، اوس په هېواد کې لږ څه د پاسه شپږ نیم زره مربع کیلومتره ځنگلي ساحه پاتې ده چې هغه هم د قاچاق او طبیعي آفتونو له گواښ سره مخامخ ده.

    در این پودکاست دوازدهم روی وضعیت عمومی، انواع درختها و ارقام جنگلات افغانستان صحبت شده است.

  • اوبه «دویمه برخه»

    بر اساس کلیه نشانه های موجود، منابع آب در سطح منطقه و جهان با یک بحران نگران کننده دچار بوده و اگر پیش بینی های موجود محقق شوند، ده سال آینده دشوارترین از نگاه دسترسی به آب خواهد بود که بدون همکاری های صادقانه منطقوی و جهانی می تواند به عوامل جدی بی ثباتی مبدل شود.

    په دې یوولسم پودکاست کې چې د اوبو د موضوع دوام دی، پر دې غږېدلي یوو چې افغانستان څنگه خپلې د اوبو سرچینې، د نورو طبیعي شتمنیو په څېر سیمه کې په یوه فرصت بدلولی او د خپل ثبات او سوکالۍ لپاره ترې کار اخیستلی شي.

  • اوبه «لومړۍ برخه»

    افغانستان تر ډېرو نورو هېوادو د پرېمانه خوږو اوبو او بهاندو سیندونو کور دی او دا الهي نعمت په ډېر شکران ارزي. خو له بده مرغه، موږ په ناپوهېدلي ډول ددغه نعمت د کفران تر پولې رسېدلي یو چې خپله دغه ارزښتناکه شتمني مو، یا د خپلو اوبو په قانوني استفاده کې د بېوسۍ، یا د ناسم استعمال او یا د اقلیمي بدلونو له امله د ضایع کېدو له خطر سره مخامخ کړې ده.

    در این پودکاست شماره دهم ، به بخشی از مسایل مربوط به منابع آبی ما – هم روی زمین یعنی دریاها و تالاب ها و غیره و هم زیر زمین پرداخته شده که چگونه می توان این سرمایه ملی را هم برای امروز حفظ و استفاده کرد و هم برای نسل های آینده به امانت گذاشت.

  • موقعیت «بخش اول»

    زموږ گران هېواد د خلقت لاس په ډېرو نعمتونو او ارزښتونو نازولی چې تر ټولو مهم یې جغرافیایي موقعیت دی، چې ریښتیا لیدونکو سترگو په حقه «په خټینه آسیا کې غوښین زړه» بللی دی. اوس چې له اقتصادي اړخه آسیا بیا راخوځېدلې، زما باور دادی چې موږ باید د وخت له ضیاع پرته، بېرته ددې لویې وچې د بېلابېلو برخو نښلوونکی رول را خپل کړو او د گډو گټو په تعریف له تقابل نه تعامل ته ووځو.

    این پودکاست شماره هشت به ارزیابی و کاوش در مورد اهمیت واقعی موقعیت جغرافیایی افغانستان عزیز اختصاص یافته است. تمرکز این برنامه بر اینست که افغانها در آسیای تپنده و بالنده امروزی چگونه آن موقف تاریخی خود را دوباره بدست آورده می توانند.

  • موقعیت «بخش دوم»

    آسیا به شتاب در حال مبدل شدن به مرکز ثروت و سرمایه جهان است و کشورها در صدد اند تا در این معادلات جدید اقتصادی جایگاه مناسب خویش را به دست بیاورد. افغانستان برای راه اندازی چنین تعاملی با براعظم آسیا و بقیه جهان، نیازمند موجودیت یک نظام مشروع، قانونمند و متکی بر اراده قاطبه مردم کشور می باشد. تاخیر مزید در ایجاد مشروعیت لازمی ملی و بین المللی، انزوای ما را عمیقتر و فاصله ما با جهان را طولانی تر می سازد.

    نهم پودکاست د افغانستان د موقعیت د موضوع پر دوام، دې ته ځانگړی شوی چې له خوځندې او راویښېدونکې آسیا سره څنگه همگام شو او د فرصت د بیا بایلنې په صورت کې په کوم سرنوشت اخته کېدلای شوو.

  • وچکالي

    تغییر هوا و اقلیم در سالهای پسین بیش از پیش قابل درک و رویت گردیده وبنا‌ءً کشورها برای مبارزه با عواقب آن با استفاده از امکانات ملی و بین المللی بسیج می شوند. در حالیکه خشکسالی همه را متاثر میسازد، میزان این اثرگذاری یکسان نیست و برای کشورهای در حال رشد و فقیرترین اقشار اجتماعی میتواند فاجعه بار ثابت شود.

    په دې اووم پودکاست کې د وچکالۍ پر عواملو، عواقبو او د اغېز ټیټولو له پاره یې پر لار چارو خبرې شوي او د اوبو د زېرمه کولو او خوندي کولو له پاره د هغو تجربو ارزښت یاد شوی چې له جگړو سره سره مو په تېره یوه لسیزه کې ددغې اقلیمي فاجعې د مهارولو برخه کې ترلاسه کړې دي.

  • فقر او شتمني

    به تعقیب مرور کوتاه بر وضعیت مهاجرین اخراج شده ما در چند پودکاست پیهم، اینک به مسایل مهم دیگر مربوط به حیات اجتماعی و اقتصادی کشور خود می رسیم که توجه یا عدم توجه به آنها میتواند آینده افغانستان را برای دهه های پیش رو رقم بزند. مهمترین در میان آن ها، فقر در حال افزایش عمومی و ثروت های بالقوه ماست.

    په دې پنځم پودکاست کې افغانستان کې د لوږې او فقر پر څرنگوالي او هغو اقداماتو او امکاناتو خبرې شوي چې د دې بحران مخه پرې نیول کیدای شي.

  • اقتصاد

    د افغانستان فقر نه ازلي دی او نه به ابدي وي. موږ د یوه شتمن او غني هیواد څښتنان یوو. د هیواد هره برخه مو دومره بالقوه شتمني لري چې نه یوازې زموږ بلکې د راتلونکو نسلونو ژوند هم پرې ښه کېدلای شي. خو دا په دې پورې اړه لري چې زموږ لیدلوری څه دی او څه ډول انتخابونه کوو؟

    در این پودکاست شماره ششم، به مساله اقتصاد افغانستان در شرایط موجود پرداخته شده و راه ها و چاره های ایجاد تغییر مثبت، به اجمال مرور شده است.

  • بحران ها و فرصت ها

    با نیت پاک، عزم بلند و وطن دوستی خالص بحران ها نیز به فرصت تبدیل شده می تواند. ما می میتوانیم از همین راه و بر همین اساس کوشش ایجاد یک روایت ملی را آغاز کنیم و در ان کامیاب شویم تا بتوانیم الی سه صدمین سالگرد دولت معاصر در میهن عزیز ما، خود را با ارزش های کنونی برابر ساخته و خویش را به یک ملت و دولت مرفه، پیشرفته و باثبات تبدیل کنیم.

    په څلورم پودکاست کې له بحرانونو نه اخیستل شویو درسونو، بریالیو تجربو او شته امکاناتو ته کتنه شوې ده.

  • کډوال او نړیوالې مرستې

    که د کډوالو بېرته را ستنېدلو بهیر د یوې ملي برنامې پر اساس سم مدیریت نه شي او خپل سر ته پرېښودل شي، نو پایلې به یې هم زموږ او ستاسې له وس او اټکله بهر وي. دا ډول خودجوشه بهیرونه زیاتره وخت په ټولنه کې نه یوازې د راستنو شویو بلکې پر ځای مېشتو هېوادوالو ته هم لویې ستونزې او کړاونه جوړوي.

    در پودکاست شماره سوم به این مساله پرداخته شده است که سرنوشت آواره گان داخلی ما در کنار صدها هزار مهاجر اخراج شده افغان، در نبود یک برنامه منسجم ملی به کجا می انجامد و برای جلوگیری از عمیق تر شدن فاجعه به چه اقدامات عاجل نیاز است.

  • بازگشت کننده گان و چالش های انان

    له گاونډیو او نورو هیوادونو د افغان کډوالو راستنېدلو لړۍ تل په یوه بڼه روانه وي، کله یې شدت ډېر او کله لږ شي، خو په ټوله کې د کډوالو راستنېدل خپلې ننگونې لري چې باید مخکې له مخکې ورته ځینې تابیاوې ونیول شي.

    در این پودکاست شماره دوم به موضوعات چگونگی ادغام مجدد عودت کننده ها در جامعه، چالش های احتمالی اجتماعی، اقتصادی و منطقه یی مربوط به این برگشت ها، و نیاز به یک همآهنگی ملی در استقبال محبت آمیز از مهاجران برگشته، پرداخته شده است.

  • بحران مهاجرین افغان

    له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دې خپرونو مهال، د کډوالو له نوي ټوکیدلي بحران سره برابر راغی؛ پاکستان له مخکیني حکومتي اعلان سره سم د افغان کډوالو په یو مخیزې ایستنې لاس پورې کړ؛ کابل چې دغسې یوې ننگونې ته نه و چمتو، له اسلام آباد سره په ناندریو کېوت، خو بهیر ونه درېد او کډې هره ورځ پر ډیورنډ لیکه افغانستان ته اوړي.

    در این پودکاست به وضعیت مهاجرین افغان، چالش ها و مشکلات انان در کشورهای بالخصوص همسایه پرداخته شده است.